د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمي پبلیک سکول غمجنې کورنۍ انصاف غواړي


د عزېر مور په پېښور ارمي سکول کې د خپل وژل شوي ماشوم پر تصویر لاس ایښی دی. ۲۰۱۵، ۱۶م ډېسېمبر
د عزېر مور په پېښور ارمي سکول کې د خپل وژل شوي ماشوم پر تصویر لاس ایښی دی. ۲۰۱۵، ۱۶م ډېسېمبر

د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د تحريک طالبان پاکستان وسله والو د پيښور په ارمي پبلیک سکول بريد وکړ او تر ۱۴۰ و زيات کسان چې ډېری یې زده کوونکي ول وژل شوي ول او لسګونه نور ژوبل ول.

د وژل شویو ماشومانو میندې او پلرونه له تېرو پنځو کلونو راهيسې له حکومته غوښتنه کوي چې د بچیانو قاتلانو ته دې سزا ورکړل شي او هر چا چې په هغه پېښه کې ناغېړي یا غفلت کړی هغوی دې ولس ته په ډاګه کړل شي.

د شهدا فورم په نوم تنظیم چې غړي یې هغه کورنۍ دي چې په یاد برید کې یې خپل بچیان بایللي یا ژوبل شوي نن غرمه د پېښور په ارمي پبلیک سکول کې یوه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د غم ځپلیو کورنیو میندو- پلرونو، ورڼو او خویندو، مدني فعالانو او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښانو ګډون وکړ.

مهوش طارق چې دوه وروڼه یې په هغه پېښه کې وژل شوي ول له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته ګیله مندي وښودله او زیاته یې کړه چې له ژونده ناامېده شوي دي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کونکي مشال خان پلار اقبال لالا هم دې غونډې ته ورغلی وو، له مشال رېډیو سره په خبرو کې هغه وویل باید تعلیمي ادارې حوندي کړل شي چې بیا د ۱۶م ډېسېمبر غوندې پیښه تکرار نه شي.

بلخوا پېښور پوهنتون کې هم په دې اړه یوې غونډې ته په خپله وینا کې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ویلي دي چې د آرمي پبلک سکول د شهیدانو کورنیو اندېښنې لیرېکولو هڅې به کوي او د هغوی په غم کې ورسره شریک دي.

د شهدا فورم په نوم تنظیم مشر فضل خان اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل، د هغې پېښې غم نن هم تازه دی او حکومت ته د انصاف په تمه ناست دي. تر دې وړاندې پېګا ماښام هغه له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د پاکستان سپریم کورټ د تحریک انصاف حکومت ته امر کړی وو چې د ډېسېمبر ۱۶مې پېښې د پلټنو راپور دې په شپږو اونیو کې بشپړکړي خو تر یوه کال زیاته موده تېره شوه، نه هم حکومت پلټنې سر ته ورسېدلې او نه یې هم سپریم کورټ ته خپل وروستی راپور وړاندې کړ.

نوموړی چې خپله یې هم یو زوی د پېښور ارمي سکول په پېښه کې وژل شوی وو، زیاتوي، بیا بیا یې د عدالت دروازه د انصاف لپاره ټکولې ده او احتجاجونه یې هم کړي دي خو تر ننه بې له ناامېدۍ ورته هېڅ په لاس نه دي ورغلي.

هغه د طالبانو د ویاند احسان الله احسان له پوځ سره پر موجودیت هم ګیله من دی او پر ټوېټر یې پوښتنه کړې ده چې ایا احسان الله احسان دومره لویه شتمني ده چې د پېښور ماشومانو د وژنې جرم منلو باوجود ورته تحفظ ورکول کېږي؟

د پاکستان پوځ هم په نننۍ ورځ د ۱۶م ډېسېمبر پر خونړۍ پېښه خپل خپګان ښودلی او لوی درستیز (د پوځ مشر) جنرال قمر باجوه پر ټوېټر ویلي چې د اې پي اېس پېښه به هېڅکله هېره نه کړي.

او د دغه ټوېټر کې کاږي چې په هغه پېښه کې ککړ پینځه ترهګر یې د پوځي عدالتونو له لارې زندۍ کړي دي او د ترهګرۍ ځپلو اوږده لار یې وهلې ده.

مشال راډيو چې کله د پوهانو پر وړاندې دا پوښتنه کېښوده چې ۵ کاله تېرېدو باوجود تر اوسه ولې د ارمي پبلیک سکول متاثرينو ته انصاف ملاو نشو؟ نو د قانوني چارو پوه نور عالم خان وايي دا ډېره د افسوس خبره ده چې حکومت تر اوسه متاثرينو ته انصاف ورنکړ.

د نوموړي په وينا د پېښې پلټنو لپاره ګومارلي عدالتي کميشن ته پکار وه چې خپل راپور یې خپور کړی وی. له دې سره سره په پوځي کچه هم د دې پېښې پلټنې پکار وې.

د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر پینځمه د ارمي پبلیک سکول د پيښې څيړلو لپاره پېښور های کورټ ته د يوه عدالتي کميشن جوړولو امر ورکړی وو.

د پيښور ارمي بپلک سکول د پيښې ښکار شوو ماشومانو د میندو پلرونو په غوښتنه د ۲۰۱۸م کال په اپرېل مياشت کې د سپريم کورټ د هغه وخت چيف جسټس ثاقب نثار ازخود نوټس اخيستی وو او د هغه کال په اکتوبر يې په دې هکله يوې اورېدنې پرمهال د عدالتي کميشن جوړولو د امر ترڅنګ له غمجنو کورنیو بښنه غوښتې وه چې دوي ته په انصاف ورکولو کې دومره وخت ولګېدو.

د بشري حقونو تنظيم هيومن رايټس کميشن اف پاکستان (اېچ ار سي پي) د خېبرپښتونخوا يو ممبر شيرمحمد خان وايي متاثرينو ته انصاف ورکول د هغوي په بنېادي حقونو کې راځي نو دا د ادارو ناکامي ده چې تروسه يې په دغه پيښه کې ککړ کسان منطقي انجام ته ونه رسول.

خو د حکمران ګوند تحريک انصاف پارليماني استازي ارباب عامر ايوب وايي ټولو ته معلومه ده چې وسله والو دا بريد کړې وو نو حکومت يې پرضد بيا عمليات پېل کړل او نن د ملک حالات د ټولو په وړاندې دي چې امنيت وضعه څومره ښه شوې ده.

د دې ترڅنګ په ارمي پبلیک سکول پيښور کې هم د سکول انتظاميې د يوې غونډې تابيا کړې چې پکې وژل شوبو طالبعلمانو او د سکول نورې عملې ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړل شوې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور، کوټې، کراچۍ په ګډون د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په دې تړاو د مظاهرو او غونډو اعلان کړی دی.

د پېښور وران کړل شوی ښوونځی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00


بلخوا په اسلام اباد کې هم پروګريسيو يوته سوسايټي اف پاکستان نومې تنظيم غرمې د يو پروګرام تابيا کړې ده چې پکې به د وژل شوو ماشومانو په ياد کې شمعې بلولو سره دستخط مهم هم چلوي.

د ياد تنظيم وياند اېمن زاهد مشال راډيو ته وويل په ۱۶م ډيسمبر د پاکستان په تاريخ کې چې کومه ناوړې پيښه رامخې ته شوې وه چې پکې د ارمي پبلیک سکول د ۱۳۰ زيات ماشومان وژلې شوي وو نو د هغوي په ياد کې د يوې غونډې تابيا کړې ده چې پکې به د مدني ټولنې فعالانو، سفيرانو، اسلام اباد پوليس او خبرېالانو نه علاوه د مختلفو شعبو سره تړلي خلک ګډون کوي. دې پروګرام مقصد نه صرف د سکول ماشومان ياد ساتل دي بلکه دې عزم څرګندونه هم کول دي چې هميشه به د وسله والو پرضد يو موټې يو او هغوي به کله هم خپل مقصد کې کاميابيدو ته نه پريګدو.

د نوموړي پر وينا تنظيم يې اسلام اباد نه علاوه په لاهور او کراچۍ کې هم د دا قسمه پروګرامونو تابيا کړې ده.

د ذکر ده چې د ارمي پبلیک سکول بريد وروسته د پاکستان سياسي او پوځي مشرولۍ د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره قامي تګلاره ېا نېشنل اېکشن پلان جوړ کړی و. د دې ترڅنګ په هېواد کې يې د پانسۍ له سزا بنديز هم پورته کړو. د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ مياشت کې حکومت د اييني ترميم وروسته د ترهګرو پرضد مقدمو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه هم جوړ کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG