د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قزاقستان د سکرو په کان کې چاودنې ۶ کسان ووژل


ټرکونه د قزاقستان له يوه کانه سکاره وړي
ټرکونه د قزاقستان له يوه کانه سکاره وړي

د قزاقستان په یوه کان کې یوې چاودنې شپږ کسان مړه او دوه نور سخت ټپیان کړي دي.

د دغه هېواد د بيړنيو پېښو په وړاندې د مبارزې وزات نن وویل، چې پېښه په قراغندي سیمه کې د ابای په نوم د ډبرو د سکرو په یوه کان کې شوې ده.

د چاودنې پر مهال په کان کې څلورشپېته کان کیندونکي حاضر وو او څلورپنځوس تنه یې توانېدلي دباندې ووځي.

ارکیلور-میټال شرکت، چې د دغه کان د استخراج مسوولیت پرغاړه لري، ویلي، چاودنه د ګېس او ډبرو د سکرو له کبله شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG