د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نوې کابينه لوړه کوي


د بلوچستان صوبايي اسمبلي
د بلوچستان صوبايي اسمبلي

نن (د نومبر پر اوومه) به د بلوچستان د نوې کابینې وزيران سوګند وکړي.

د پاکستان سرکاري رېډيو پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د لوړې مراسم به د ګورنر په دفتر کې وي او په دې مهال به د پنځو سلاکارانو په اړه هم سرکاري امر ( نوټیفیکېشن) کېږي.

د بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو د نوې کابینې لپاره ۱۴ غړي منتخب کړي دي.

د اکتوبر پر ۲۴مه د وزیراعلا له څوکۍ څخه د جام کمال تر استعفا وروسته د بلوچستان کابینه تحلیل شوه. له دې وروسته د اکتوبر پر ۲۹ مه د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپیکر عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان صوبې نوی اعلا وزیر وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG