د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په ميرامشا کې د يو تن مړی موندل شوی


د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چی هلته د هدفي وژنو لړۍ له اوږدې مودې راهيسې روانه ده او خلک د ځان ژغورنې په اړه ډېر زيات اندېښمن شوي دي.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چی هلته د هدفي وژنو لړۍ له اوږدې مودې راهيسې روانه ده او خلک د ځان ژغورنې په اړه ډېر زيات اندېښمن شوي دي.

د شمالي وزيرستان د پولیسو مشر عتیق حسېن د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل، داسې ښکاري چې ۷۵ کلن لايق زمان نن سهار وختي ناڅرګنده کسانو په تېزه اله يا چاړه وژلی دی.

عتيق حسېن وايي د همزوني سيمې د دغه تن مړی له نېږدو مځکو ترلاسه شوی دی.

نوموړی زياتوي چې د نا څرګنده کسانو ضد مقدمه درج شوې او پلټنې روانې دي .

له دې پېښې سره سږ کال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بریدونو شمیر ۵۷ ته ورسېد. پروسږکال دغه شمېره ۴۶ وه.

په تېرو وختونو کې د شمالي وزیرستان پولیس مشرانو مشال راډيو ته ويلي وو چې په هدفي بريدونو کې ککړ کسان به انجام ته رسوي، خو تر اوسه پوليسو په دې تور څوک نه نيولي او نه يې سزا کړي دي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چی هلته د هدفي وژنو لړۍ له اوږدې مودې راهيسې روانه ده او خلک د ځان ژغورنې په اړه ډېر زيات اندېښمن شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG