د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: کورونا وبا نړيوال اقدام ته اړتيا لري


بلېنکن وايي، کورونا وبا نړيوال اقدام ته اړتيا لري. انځور- ارشیف
بلېنکن وايي، کورونا وبا نړيوال اقدام ته اړتيا لري. انځور- ارشیف

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي، راتلونکې اوونۍ به پر کووېډ- ۱۹ د بحث لپاره د بهرنيو چارو وزيرانو انلاين غونډه رابلي.

بلينکن د نومبر پر پينځمه يو بيان کې ويلي، "بايد د بهرنيو چارو وزيران د دې وبا په ختمولو کې مرکزي رول ولوبوي او د مستقبل لپاره چمتو شي."

د ده په خبره وزيران او د سيمه ييزو او نړيوالو ادارو مشران به د کووېډ- ۱۹ وبا ته د روان نړيوال غبرګون، د وايرس اغېز او په راتلونکي کې د وباوو د خطر ارزونه کوي.

بلېنکن وايي، کورونا وبا نړيوال اقدام ته اړتيا لري. د ده په خبره حکومتونه بايد له ادارو سره د کار کولو سياسي هوډ وښيي او خپل تمرکز د وبا پر ختمولو او د نړيوال روغتيايي امنيت پر بيا رغولو وساتي.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې به په نړيوال کچ د کورونا واکسينو پر غېرمساوي تقسيم هم بحث کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپل بيان کې ویلي، "په نړيوال کچ د واکسينو په لګولو کې د پرمختګ باوجود موږ هغه ځای ته نه يو رسېدلي چېرته چې بايد موږ وای."

ټاکل شوې ده چې ياده غونډه به د نومبر پر ۱۰مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG