د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیب راټولې کړې ۸۱۵ اربه روپۍ لاهم د پاکستان خزانې ته نه دي جمع شوې


د پاکستان خزانې وزارت ويلي دي چې قامي احتساب بیورو تر اوسه نېږدې ۸۲۱ (اته سوه یویشت اربه) روپۍ له هغو خلکو راټولې کړي دي چې په درغلیو کې ښکېل ول خو له دغو پیسو قامي خزانې ته یې یواځې څه باندې شپږ اربه روپۍ جمع کړي دي خو د اته سوه پينځلس اربو روپو په باب هېڅ معلومات نشته چې هغه پیسې یې چېرته ایښي دي.

قامي احتساب بیورو (نیب) د هغه کسانو یا ادارو پرضد کارروایانې کوي چې د پیسو غلا کولو، له عامو خلکو په دهوکه پیسې پورته کول یا ورباندې د درغلیو تورونه وي.

نیب په ۱۹۹۰ز کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان تر آئین لاندې جوړه شوې وه.

د نومبر پر څلورمه یوې پاکستانۍ ورځپاڼې (جنګ) په یوه خبر کې راغلي چې د نومبر پر درېیمه په سېنېټ کې د خزانې قایمه کمیټۍ په غونډه کې د خزانې د بجټ سېکشن اېډیشنل سېکرېټري کمېټۍ ته ويلي دي، نیب له دوی سره تر اوسه شپږ اربه، پينځه څلوېښت کروړه او پينځه اتیا لکه روپۍ جمع کړې خو نیب تر اوسه ۸۲۱ اربه روپۍ له خلکو راغونډې کړي دي، خو د نوموړي په وینا د ۸۱۵ اربه روپیو هېڅ پته نه لګېږي چې چېرته دي.

خبریال او تجزیه کار شمس مومند د نومبر په څلورمه مشال ریډیو ته وويل، په نیب تر دې وړاندې هم د سیاسي خلکو لخوا ټکونه کېږی، خو که د راغونډو شویو پیسو پته یې و نه لګېده، نو لا زیات ټکونه به پرې کېږی.

د بجټ سېکشن د ایډیشنل سېکرېټري لخوا په اخبارونو کې رپورټ شوي معلوماتو ترمخه په شپږ اربه روپو کې د تحریک انصاف د حکومت په دوران کې یو ارب او څلوېښت کروړه روپۍ جمع شوي دي، د مسلم لیګ نواز په تېر حکومت کې درې اربه اووه نوي کروړه روپۍ جمع شوي دي. هغه وخت جنرل پروېز مشرف د پاکستان صدر وو او وروستو د پیپلز ګوند حکومت جوړ شو، نو په دغه دوران هم یو څه پیسې جمع شوي دي.

د قامی احتساب بیورو چیېرمین جاوید اقبال د یوه خبري کانفرنس رپورټ په (دې نیوز) نومي انګرېزي اخبار کې د اګست پر ۲۳مه چاپ شوی وو، چې پکې ویلي یې ول، له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په تېرو درېوو کلونو کې یې پينځه سوه پينځه دېرش اربه روپۍ راغونډې کړي دي، خو د خزانې وزارت لخوا د نومبر پر درېیمه کمیټۍ ته د وړاندې شوي رپورټ له مخې په دې دوران کې یواځې یو ارب او څلوېښت کروړه روپۍ خزانې ته جمع شوي دي.

که دغه ټولې روپۍ خزانې ته جمع شوې وی، نو له دې سره به د شمس مومند په وینا چې ممکنه ده، ګراني نه وه راغلې یا به د شیانو قیمتونه ډېر لږ ختلي وی.

اته سوه پينځلس اربه روپۍ چېرته دي؟ د همدې معلوماتو لپاره د خزانې د وزارت د کمیټۍ په راتلونکې غونډه کې آډیټر جنرل پاکستان او د نیب ادارې د حساب ساتلو ډي جي غوښتل شوی دی. د اپوزیشن لخوا د حساب برابرولو غوښتنه شوې ده.

مشال ریډیو کوشش وکړو، د حکومتی نمائیندکانو سره خبری وکړی، نو یو غړي پکې ځواب ورکړو چې دی له دې معاملې نه پوره خبر نه دی خو له نورو خبرو یې معذرت وکړو.

XS
SM
MD
LG