د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید کې د طالبانو یو 'لوړپوړی قوماندان' وژل شوی


د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لومړي طالب وسله‌وال چې ارګ‌یې ونیوه، په اوږه چهارخانه دستمال لرونکی کس حمدالله مخلص دی.
د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لومړي طالب وسله‌وال چې ارګ‌یې ونیوه، په اوږه چهارخانه دستمال لرونکی کس حمدالله مخلص دی.

لوېدیځ اژانسونه وایي چې پر سردار داوود خان روغتون د نومبر پر دویمه نېټه ځانمرګي او ډله‌ییز برید کې د طالبانو یو لوړپوړی پوځي قوماندان وژل شوی دی.

فرانس پرس اژانس دا کس حمدالله مخلص یاد کړی دی.

طالبانو نن سهار پر فېسبوک د حمد الله مخلص دمړینې پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د ملا قیوم ذاکر له ډلې څخه وو او د کابل د قول اردو قومندان وو.

کابل کې پر سردار داوود خان روغتون د نومبر پر دویمه نېټه د برید مسولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG