د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په بهرنۍ سیکې راکړه ورکړه باندې بندیز لګول شوی


طالبان وايي، ملي ګټې ایجابوي، چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي. انځور- ارشیف
طالبان وايي، ملي ګټې ایجابوي، چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي. انځور- ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره یوازې په افغانیو د مالي راکړې ورکړې سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو د مطبوعاتي ډلې غړي، بلال کریمي د نومبر پر دویمه شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، ملي ګټو ته کتو باید ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ سیکه وکاروي.

طالبانو له افغانانو، سوداګرو او کسبګرو هم غوښتنه کړې چې هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره او د بهرنۍ سیکې (کرنسۍ) له کارولو په کلکه ډډه وکړي.

دوی زياته کړې چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د افغانستان د اقتصادي زوال ستونزه زیاته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG