د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ۲۰ جهاني جام: پاکستان د نمېبیا په ماتولو نیمه پایلوبې ته ورسېد


پاکستان نمېبيا ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه:۲۰۲۱، ۰۲م نومبر
پاکستان نمېبيا ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه:۲۰۲۱، ۰۲م نومبر

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړيوال جام سياليو په لړ کې د نومبر پر دویمه نېټه (پرون) پاکستان نمېبيا ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې (سېمي فاينل) ته ورسېد.

د ابوظهبي په یوه لوبغالي کې په دې سيالۍ کې لومړی پاکستان بېټينګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نمېبيا ۱۴۴ منډې جوړې کړې.

د ټي ۲۰ جهاني جام د دې سیالیو په ترڅ کې بله لوبه د نومبر پر دویمه نېټه (پرون) هم په ابوظهبي کې وشوه چې پکې جنوبي افريقا بنګله دېش ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه.

نن به افغانستان له هند سره سيالي کوي او د دوی ترمینځ به دا لوبه په ابوظهبي کې د پېښور پر وخت ماښام اووه بجې پيلېږي. خو تر هغه وړاندې به د پېښور پر وخت ماسپښين درې بجې نيوزيلېنډ له سکاټ لېنډ سره په دوبۍ کې سيالي کوي.

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړيوال جام دا لوبې د اکتوبر پر ۱۷مه پیل شوي او د نومبر پر ۱۴مه به يې په دوبۍ کې پايلوبه کېږي. په دې اتلولۍ کې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG