د لاسرسي ځای

تازه خبر

افتخار حسین: پاکستان کې مصنوعي ګراني راوستل شوې


د ګرانۍ خلاف په سوات کې د اې اېن پي جلسه. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر
د ګرانۍ خلاف په سوات کې د اې اېن پي جلسه. ۲۰۲۱، ۱۳م اکتوبر

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين پر حکومت تور پورې کړی چې خپلو خاص خلکو ته د ګټې رسولو لپاره یې په هېواد کې مصنوعي ګراني راوستې ده.

نوموړي د نومبر پر لومړۍ نېټه ماښام په سوات کې یوې خبري غونډې ته وویل پکار ده چې د وزیراعظم عمران خان حکومت ژر تر ژره ختم شي.

میا افتخار حسین د سوات دا دوره په داسې حال کې کوي چې عوامي نېشنل ګوند د ګرانۍ له وجې په ټوله خیبر پښتونخوا کې د احتجاجونه وروسته د نومبر پر ۱۰مه په پېښور کې د یوې لویې جلسې اعلان کړی دی.

دا راز د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد پي ډي ایم هم د ګرانۍ له وجې د حکومت ضد احتجاجونه پیل کړي دي.

بلخوا بېلا بېلو حکومتي وزیرانو په وار وار ویلي چې په ټوله نړۍ کې د ګرانۍ څپه راغلې او پاکستان یې هم تر اغیز لاندې دی چې حکومت یې د قابو کولو هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG