د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن-بولدک لار د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوه


پر چمن-بولدک پوله په سلګونه کسان افغانستان ته د تلو لپاره په انتظار دي. ۲۰۲۱، ۲م سېپټېمبر
پر چمن-بولدک پوله په سلګونه کسان افغانستان ته د تلو لپاره په انتظار دي. ۲۰۲۱، ۲م سېپټېمبر

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن او سپین بولدک لار سر له ننه (د نومبر پر دویمه نېټه) خلاصه شوې ده.

دا لار د افغانستان غاړې ته د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو د اکتوبر پر پینځمه نېټه تړلې وه چې له کبله یې دواړو غاړو ته ولسونه تر سختو کړاونو لاندې دي او تجارت یې هم په ټپه ولاړ دی.

په چمن کې د ځايي چارواکو په وینا پوله به هر ورځ د سهار له اتو بجو څخه بیا د مازیګر تر څلورو بجو د پلي/پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي او دغه ډول به د تجارت په خاطر پوله د سهار له اتو څخه بیا د مازیګر تر شپږو بجو پوري خلاصه وي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمینځ پر صفري نقطه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نومبر له دویمې نېټې څخه به لار په بشپړه توګه خلاصه وي.

د سپین بولدک په وېش منډۍ کې یوه افغان چارواکي قاري محمد اسلم علم یار د نومبر پر دویمه نېټه رسنیو ته ویلي دي چې د چمن او سپین پولدک پر لار اېښودل شوې ناکې (سېمنټي خنډونه) پورته کړل شوي دي. بېګا د افغانستان له غاړې خالي کنټېنرونو ته پاکستان ته د داخلیېدو اجازه ورکړل شوې ده چې د اکتوبر له پینځمې نېټې راهیسې هلته بند پاتې ول.

د چمن سوداګرو د لارې بیاپرانیستلو هرکلی کړی دی.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د تجارو وینا وه چې له تېرو څه نا څه څلورو اونیو راهیسې د لارې له بندېدو څخه زښته ډېر مالي زیانونه وراوښتي دي.

په دې ترڅ کې د چمن چېمبر آف کامرس پخواني صدر جلات خان د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل پکار ده چې د تجارت لپاره دغه لاره ۲۴ ساعته خلاصه وساتل شي.

د نوموړي په وینا د پولې له بندشه په چمن ښارګوټي کې ګډوډي زیاته شوې ده. تجار او عام ولس په تکلیف کې دی. د ټرانسپورټ صنعت او تجارت د خرابۍ او بربادۍ پر لور روان دی. د مېوو او سبزیو سوداګرو ته هره ورځ له اوو څخه تر اتو کروړه روپیو تاوان اوښتی دی.

دلته دا خبره د یادونې وړ ده چې افغان چارواکو د چمن او سپین بولدک لار د اکتوبر په ۵ مه نیټه د هرډول تګ راتګ او تجارت پر مخ بنده کړې وه. دوی غوښتنه کوله چې د کندهار او بولدک خلګو ته دې پر افغان تذکره پاکستان ته د داخیلېدو اجازه ورکول شي، دغه ډول دې ښځې، سپین ږیري او ناروغان بې له څه پلمي پاکستان ته پرې ښوول شي. د چمن د خلګو ترڅنګ هغه افغانان چې مهاجر کارډ ولري بې له ځورونې افغانستان ته پرېښوول شي. د دې غوښتنو په اړه د پاکستاني ځايي چارواکو له لوري ویل شوي دي چی اوس به نه یوازې د کندهار او بولد ک خلک په تذکره پاکستان ته ورتلای شي بلکه د چمن او قلعه عبدالله خلک په شناختي افغانستان ته ورتلای شي.

XS
SM
MD
LG