د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکمنستان: طالبان د تاپي پروژې ملاتړ کوي


په دې منصوبه کې ترکمنستان خپله برخه مکمل کړې خو دا واضحه نه ده چې د افغانستان، پاکستان او هند برخې به یې کله جوړېږي.
په دې منصوبه کې ترکمنستان خپله برخه مکمل کړې خو دا واضحه نه ده چې د افغانستان، پاکستان او هند برخې به یې کله جوړېږي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر لومړۍ نېټه وویل چې د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف یې د یو سرکاري پلاوي په ملتیا د تېرې اوونۍ په پای کې کابل ته سفر وکړ.

په دې دوره کې په افغانستان کې له نوي واکمن نظام سره د نېږدې همکارۍ او تعمیري خبرو اترو په هکله بحث وشو.

د یاد وزارت په وینا، د طالبانو حکومت ورسره له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د تلوونکي ګیس نل لیکې (پایپ لاین) یا تاپي پروژې د بشپړولو او خوندیتوب ژمنه کړې ده.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا راز ویلي چې په دې خبرو کې دواړو خواوو د تاپي تر څنګ د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د بجلۍ د های وولټیج لاین او له ترکمنستانه د افغانستان ځینو صوبو ته د اورګاډي پټړۍ جوړولو په چارو کې د پرمختګ په اړه د لانورې همکارۍ لپاره امادګي ښودلې ده.

په تاپي پروژه کې به له ترکمنستانه تر هنده ۱۸۰۰ کلومیټره اوږد پایپ لاین غځول کېږي چې په افغانستان کې به له هرات او کندهاره او هم دا راز په پاکستان کې به له کوټې او ملتان څخه تېرېږي.

په دې منصوبه کې ترکمنستان خپله برخه مکمل کړې خو دا لا جوته نه ده چې د افغانستان، پاکستان او هند برخې به یې کله جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG