د لاسرسي ځای

تازه خبر

وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز: ورک بلوڅان عدالت ته حاضر کړئ


کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره پرلت: تصویر له ارشیفه
کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره پرلت: تصویر له ارشیفه

د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز) د اکتوبر پر ۳۱مه په کوټه کې احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته يې وغوښتل چې لادرکه بلوڅان پيدا او عدالت ته وړاندې کړي.

د دې سازمان مرستيال چيرمين ماما قدير بلوڅ د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل، د ورکو کسانو د موندلو لپاره د مرکزي حکومت کمېشن غير فعاله او غير موثره دی. د نوموړي په وينا، حکومت د ورکو کسانو د مسلې د حل لپاره نه خو سياسي عزم او نه هم توان لري. ''له حکومتي کمېشن سره د ورکو کسانو د بازيابۍ هېڅ اختيارات نشته. دوی حتی د استخباراتي ادارو له اهلکارانو پوښتنه نشي کولی چې بلوڅان او پښتانه ولې او په کومه ګناه لادرکه کوي؟ دا ملک يو ايين او قانون لري، د هغې مطابق بايد يو کس ونيول شي، پلټنې ترې وشي او عدالت ته دې وړاندې شي. خو دوی داسې نه کوي. کمېشن تر ننه هېڅوک بازيابه کړي نه دي. هر کله چې يو ورک کس زموږ د هړتالونو او مظاهرو او يا هم د نړيوالو ادارو د فشارونو په نتيجه کې خوشی شي، دا کمېشن يې ډنډوره وکړي او په خپله کهاته کې يې حساب کړي. موجوده سپريم کورټ هم دا کمېشن د يوې غير موثر ادارې په توګه ياد کړی دی. نو بس پوه شئ چې وزيراعظم او د هغه کابينه هم د ورکو کسانو په مساله کې بې اختياره ده.''

د وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز نومې سازمان د اکتوبر پر ۳۱مه يو وارې بيا د کوټې پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته يې وغوښتل چې ورک بلوڅان پيدا او عدالت ته وړاندې کړي.

په عين وخت کې له پاکستانه خپرېدونکې ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې د اکتوبر پر ۳۱مه د بلوچستان د کورنيو چارو محکمې په حواله خبر ورکړ چې د ورکو کسانو د موندنې کمېشن په کوټه کې د خپلو لس ورځنيو اورېدنو په پای کې د خالي پر ورځ د ۱۲ ورکو بلوڅانو د بازيابۍ تصديق وکړ.

د بلوچستان های کورټ د يوه پخواني جج فضل الرحمان په مشرۍ دې کمېشن په ياده موده کې د ۱۱۷ ورکو کسانو دوسيې واورېدې.

په پاکستان کې د ورکو کسانو د مسالې په تړاو د اعتراض ګوته یې تر ډېره د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ته نيول کېږي.

خو پوځ وايي، د بلوڅ بيلتونپالو ډلو وسله وال پر امنيتي ځواکونو د ترهګر بريدونو په کولو بلوچستان صوبه ناارامه کوي او د پرمختيا مخه يې نيسي.

د ترهګرۍ پېښو د ثبت او ارزونې ووبپاڼې (ساوت اېشيا ټېرېرېزم پورټل) شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې د ۲۰۲۰ز کال د لومړيو شپږو مياشتو پرتله سږکال د ترهګرۍ پېښې څو چنده سېوا شوې دي.

تېره فېبروري مياشت په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال د بلوچستان د ورکو کسانو مسلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، ژر ده چې دا ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

نوموړي د ورکو کسانو د موندنې لپاره د حکومتي کمېشن د کار ستاينه هم کړې وه.

ورک خپلوان په عدالتونه کې غواړو: کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو او سیندیانو کورنیو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د ۲۰۱۱ز کال په مارچ کې د هغه وخت د پاکستان مرکزي حکومت د ورکو کسانو مسالې د پلټلو لپاره يو کمېشن جوړ کړی وو. دا مهال د دې ادارې مشري د سپريم کورټ د يوه ريټايرډ جج جاويد اقبال په لاس کې ده. نوموړی د احتساب قومي ادارې (نيب) مشر هم دی.

د قاضيانو نړيوال کمېشن (انټرنېشنل کمېشن اف جيورېسټس) د ۲۰۲۰ز کال په سېپټمبر کې د خپلو څېړنو پر اساس خپور کړي يوه رپورټ کې ويلي، په پاکستان کې د ورکو کسانو د موندنې لپاره جوړ کمېشن د لادرکۍ پېښو د قربانيانو د دادرسۍ پر ځای په دغو چارو کې د ککړو عناصرو د معافيت کلچر عام کړی دی.

د بلوچستان د خضدار سيمې فرزانې روديني د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل، د پاکستان حکومتي او رياستي ادارې د دې د ورک ورور په اړه دوی ته هېڅ معلومات نه ورکوي.

نوموړې زياته کړه، ورور يې بايد عدالت ته وړاندې شي او که د رياست ضد کړنو جرم پرې ثابت شو نو له قانون سره سم دې سزا شي. ''زما د ورور نوم سيف الله روديني دی. هغه د پولیسو کانسټېبل وو او له تېرو اتو کالو راهيسې لادرکه دی. هغه خضدار ته ډيوټۍ ته روان وو چې لادرکه شو. پر لاره ورته دوه ګاډي ولاړ وو. له هغو دوه کسان ښکته شول، زما پر ورور يې تشدد وکړ او ګاډي ته یې وخیژاوه. هغه زموږ د کورنۍ د ګټې وټې يوازنی کس وو. د هغه لادرکۍ موږ له سختو کړاونو سره مخ کړي يو. زما مور او پلار دوه کاله وړاندی د هغه په انتظار کې مړه شول. ما ته زما د ورور په اړه هېڅ معلومات نه راکول کېږي. کور ته مو د استخباراتي ادارو کسان راغلي وو. راته یې ویل چې ورور مې په بدو کارونو کې ملوث وو. ما ورته وویل چې که زما پر ورور مو د ناسمو کارونو شک وي نو ولې يې په خپلو زندانونو او ټارچر سېلونه کې ساتئ؟ عدالت ته يې وړاندې کړئ چې د ملک له ايين او قانون سره سم سزا شي.''

د ورکو بلوڅانو د موندلو سازمان (وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز) تېره فېبروري مياشت په اسلام اباد کې د يوې اوونۍ لپاره احتجاجي ناسته کړې وه، چې پکې د ورکو بلوڅانو د کورنيو ترڅنګ د بشري حقونو فعالانو او د سياسي ګوندونو غړيو ګډون کړی وو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مارچ مياشت کې د ورکو بلوڅو له درو استازو سره وليدل او اړونده ادارو ته يې امر وکړ چې د ورکو کسانو د مسالې د حل لپاره په قانون کې ضروري بدلونونه وکړي.

د پاکستان بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري په جون مياشت کې قومې اسمبلۍ ته يوه قانوني مسوده وړاندې کړه چې موخه يې د هېواد د جزا په قانون (پاکستان پينل کوډ، ۱۸۶۰) کې د يو چا په زوره د غيبولو جرم لپاره ځانګړې سزاګانې تجويز کول دي.

خو د واېس فار بلوچ مېسنګ پرسنز مرستيال مشر ماما قدير بلوچ مشال راډيو ته وويل، د دوی شمېرې ښيي چې لا هم له بلوچستانه ۵۲۰۰۰ بلوڅان غيب دي.

نوموړي زياته کړه، دوی تر اوسه د شاوخوا ۲۲۰۰۰ بلوڅانو مسخ شوي مړي ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG