د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وایي، هغه کسان یې نیولي چې په ننګرهار کې یې پر واده ډزې کړې


د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي د اکتوبر پر ۳۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سره یې شخصي دښمني درلوده.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي د اکتوبر پر ۳۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سره یې شخصي دښمني درلوده.

طالبان وایي، هغه کسان یې نیولي چې د دوی له نوم څخه په ناوړه استفادې یې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پر یوه واده ډزې کړې وې.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي د اکتوبر پر ۳۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سره یې شخصي دښمني درلوده.

ده وویل، " د دې پیښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي، یو کس چې تښتیدلی د هغه لټون روان دی، هیله ده چې ژر به ونیول شي. "

ده وویل، د پیښې عاملینو د اسلامي امارت له نوم څخه په بدې استفادې شخصي دښمني پاللې.

ده زیاته کړه، " نیول شوي کسان د شریعت منګولو ته وسپارل شول، دا قضیه به تر پایه تعقیب شي."

د بلال کریمي په وینا، دې ډزو کې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپي شوي دي.

بل خوا د وژل شویو تره زوی حفیظ الله ګردش چې د پېښې عيني شاهد دی د اکتوبر پر ۳۰ پر فېسبوک پاڼه ليکلي چې په واده کې يې د موسیقي غږولو اجازه له طالبانو اخيستې وه خو د شپې لس نیمې بجې درې طالبان ورغلل او ډيکونه يې مات کړل.

د ده په وينا، دې مهال د طالبانو او ځوانانو ترمنځ لفظي جګړه وشوه او طالبانو ډزې پیل کړې چې پکې د ده د تره دوه زامن ووژل شو او نهه نور کسان زخميان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG