د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر جو بایډن د لانجمن نارډ سټریم ۲ ګیس پايپ لاين په اړه د جرمني او امریکا تر منځ د شوې لوظنامې د عملي کولو پر ارزښت ټينګار کړی


ولسمشر جوبايډن د اکتوبر په ۳۰مه د اټلي په روم ښار کې د جي شل هيوادونو د غونډې په ترڅ کې د جرمن چانسلرې انګيلا مرکل او د هغې ممکنه ځاي ناستي ولف شولز سره تر ملاقات وکړ
ولسمشر جوبايډن د اکتوبر په ۳۰مه د اټلي په روم ښار کې د جي شل هيوادونو د غونډې په ترڅ کې د جرمن چانسلرې انګيلا مرکل او د هغې ممکنه ځاي ناستي ولف شولز سره تر ملاقات وکړ

د امریکا سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر جو بایډن د لانجمن نارډ سټریم ۲ ګیس پايپ لاين په اړه د جرمني او امریکا تر منځ د شوې لوظنامې د عملي کولو پر ارزښت ځکه ټينګار کړی چې روس لېږدونکی قدرتي ګيس د خپلو زیانمنو سیاسي هدفونو لپاره استعمال نکړي.

ولسمشر بايډن د اکتوبر په ۳۰مه د اټلي په روم ښار کې د جي شل هيوادونو د غونډې په ترڅ کې د جرمن چانسلرې انګيلا مرکل او د هغې ممکنه ځاي ناستي ولف شولز سره تر ملاقات وروسته د اوکراين د ملاتړ او د یورپ د توانايي د خونديتوب په اړه د جرمني او امریکا د ګډې اعلاميي په اهمیت او په دې لړ کې د همکارۍ په جاري ساتلو ټينګار وکړ.

په دغه ګډه لوظنامه کې پر روس په هغه صورت کې د بندیزونو لګولو خبره شوې ده چې که چيرې روس د نارډ سټریم ګیس پایپ لاين منصوبه د جغرافیايي سیاست لپاره د وسلې په توګه وکاروله.

د ګیس پايپ لاین دغه لانجمنه منصوبه تیره میاشت مکمله شوه او روس ويلي دي چې چمتو دی چې د دې پايپ لاین په وسیله د قدرتي ګيس انتقال شروع کړي خو له دې مخکې باید د جرمني او اروپايي چارواکي د دې منصوبې د منظورۍ اوږد بهیر مکمل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG