د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر په سوډان کې پوځي کودتا یوه  "سخته ماتې" بللې


د امریکا ولسمشر جو بایډن. انځور- ارشیف
د امریکا ولسمشر جو بایډن. انځور- ارشیف

د امریکا ولسمشر جو بایډن په سوډان کې پوځي کودتا یوه "سخته ماتې" بللې او ویلي یې دي چې هیواد یې له هغو مظاهرچیانو سره ولاړ دی چې د ولسي مشرانو په ملاتړ لارو کوڅو ته راوتي دي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه په یو بیان کې وویل، د سوډان پوځي چارواکو ته یې پیغام خورا څرګند او روښانه دی او هغه دا چې سوډانیانو ته باید د سوله ییز احتجاج اجازه ورکړل شي او ولسي عبوري حکومت باید بحال شي.

بایډن وویل په نېږیو ورځو کې شوې پېښې یوه سخته ناکامي ده خو امریکا به د سوډان د ولس او د هغوی د سوله ییزه مبارزې په ډاډ ودرېدو ته دوام ورکوي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل هم په سوډان کې د ولسي حکومت بیا پر ځای کولو غوښتنه کړې ده کوم چې څلور ورځې وړاندې د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه لیرې کړل شو.

په سوډان کې دا کودتا داسې وخت وشوه چې ټاکل شوې وه، تر یوې میاشتې لنډه موده کې جنرال عبدالفتاح برهان واکمني د «حاکمیت شورا» ته وسپاري چې له ولسي رهبرۍ سره د قدرت د شریکولو یو ارګان دی خو برهان د اکتوبر پر ۲۶مه د دغې شورا د ختمولو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG