د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار: امریکا د افغانستان د سقوط په اړه معلومات پټ ساتلي


د امریکا د حکومت یوې څارونکې ادارې. انځور- ارشیف
د امریکا د حکومت یوې څارونکې ادارې. انځور- ارشیف

د امریکا د حکومت یوې څارونکې ادارې، د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه د افغانستان سقوط او ځواکونو د ریښتیني قوت په اړه د معلوماتو په پټ ساتلو تورن کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د سیګار په نوم د ادارې ځانګړي انسپکټر جنرل جون سوپکو د اکتوبر پر ۲۹مه د ورجینیا په ارلینګټن کې د خبریالانو یوې غونډې ته وویل چې که چیرې سم معلومات ورکړل شوي وای نو قانون جوړوونکو او د امریکا ولس ته به دا ارزونه اسانه وه چې ایا امریکا په افغانستان کې خپل مشن له وخته وړاندې سر ته رسولی او که نه؟

نوموړي په دواړو وزارتونو غږ کړی چې ټول متعلقه مالومات خپاره کړي.

سوپکو ویلي چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه باید په تېرو څو کلونو کې د امنیتي وضعې په اړه خپل ټول داخلي راپورونه، سفارتي لیکونه او نور مواد ولس ته څرګند کړي.

نوموړي زیاته کړې چې په ځانګړې توګه هغه راپورونه باید ښکاره کړل شي چې د واشنګټن د ادارو د خبرپاڼو بدل مالومات په کې ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG