د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر د اروپا په سفر دی


د امریکا ولسمشر جو بایډن په روم کې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هیوادونو یا جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په روم کې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هیوادونو یا جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اکتوبر پر ۲۹مه د یوه مصروفه سفر په لړ کې اروپا ته رسېږي.

نوموړی په روم کې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو (جي ۲۰) په سرمشریزه کې ګډون کوي، د ایران د اتومي پروګرام پر سر له خپلو اتحادیانو سره خبرې کوي او په وټيکن (واتیکان) کې له پوپ فرانسیس سره ملاقات لري.

جو بایډن به همدارنګه په ګلاسګو کې د کوپ ۲۶ جهاني اب او هوا کنفرانس ( COP26 world climate conference) کې هم ګډون کوي.

دا سېمېنار په داسې وحت کې جوړېږي چې نړۍ د اب و هوا د بدلون او د نړېوالې تودوښې له اغېزو سره مخامخ ده.

د امریکا ولسمشر به هم نن په وټیکن (واتیکان) کې له پاپ فرانسیس سره ګوري. د بایډن په اړه ویل کېږي چې کلک مذهبي او کیتولیک عیسوی دی.

نوموړی له جان اېف کینیډی پس دویم کیتیولیک عیسوی دی چې د امریکا د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست دی.

د جي ۲۰ هیوادونو سرمشریزه د اکتوبر پر ۳۰مه د ايټلي په سرښار کې پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG