د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ ټي ۲۰ نړیوال جام: پاکستان خپله دویمه لوبه له نیوزیلېنډه وګټله


ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۲۹مه به د پاکستان او افغانستان ترمینځ لوبه وي.
ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۲۹مه به د پاکستان او افغانستان ترمینځ لوبه وي.

د اکتوبر پر ۲۶مه په شارجه کې پاکستان له نیوزیلېنډ څخه د نړیوال شل اوریزه جام خپل دویمه لوبه وګټله.

نیوزیلېنډ لومړی بېټنګ وکړ او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۴ رنزونه جوړ کړل چې په ځواب کې پاکستان د پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو دغه هدف ترلاسه کړ او مېچ یې وګټو.

د پاکستان اصف علي پرله پسې دوه چکې ووهلې او په ۱۹م اوور کې د ۱۳۵ رنزونو هدف ترلاسه کړ.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړې حارث رووف وګرځېد چې څلور کسان یې اوټ کړل.

ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۲۹مه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ لوبه وي.

د اکتوبر پر ۲۵مه افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اوورزه جام کې له سکاټلنډه خپله لومړۍ لوبه وګټله.

نن د اکتوبر پر ۲۷مه د بنګلادېش او انګلېنډ ترمنځ او د سکاټلېنډ او نمیبیا تر منځ لوبې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG