د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: داعش ښايي پر امریکا د برید وړتیا ترلاسه کړي


 امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان کې داعش ډله له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې پر امریکا د حملو صلاحیت پیدا کولای شي.
امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان کې داعش ډله له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې پر امریکا د حملو صلاحیت پیدا کولای شي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې داعش (اسلامي دولت ډله) به په شپږ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستانه پر امریکا حمله وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پالیسي په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولین کال د اکتوبر پر ۲۶مه د سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې داعش ډله دا نیت لري او ښايي د شپږو میاشتو په ترڅ کې دا توان ترلاسه کړي.

کال وویل تراوسه لا روښانه نه ده چې ایا طالبان به د داعش ډلې پرضد د اغېزمنې مبارزې توان ولري که نه خو هغه یادونه وکړه چې دا دوه ډلې له یوبل سره مرګونې دښمني پالي.

د پنټاګون دې چارواکي همداراز وویل چې القاعده شبکه ښايي د یوه یا دوو کلونو په ترڅ کې له افغانستانه بهر پر امریکا د حملو وړتیا ترلاسه کړي.

دا څرګندونې د امریکايي چارواکو د هغو اندېښنو یوه برخه ده چې وايي، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستانه امریکا ته ګواښ ورپیښ دی.

د پنتاګون د دغه چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، "په افغانستان کې د القاعده او داعش موجودیت، فعالیت او تهدید ناسمه ارزونه ده او دوی یې ردوي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG