د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د ښځو لاریون: نړیوالې ټولنې افغانان هیر کړي


ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون
ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون

په کابل ښار کې یو شمېر ښځو نن په یوه لاریون کې په نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ چې افغانان یې هېر کړي او مرستې نه ورسره کوي.

د مظاهرې ګډونوالو که څه هم شکایت وکړ چې طالبانو لاریون ته سمې پرېنه ښودې خو بیا یې هم په خپلو شعارونو کې نړیواله ټولنه ملامته کړه چې د دوی په خبره د افغانستان په روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت باندې یې چوپتیا غوره کړې.

دوی انتقاد وکړ چې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو افغانستان او د دغه هېواد خلک هېر کړي او دا چې مرستې نه ورسره کوي.

د مظاهرې تنظیموونکو ازادي راډیو ته د ننني اعتراض ځینې ویډیوګانې هم استولي دي.

دغو ښځو داسې وخت په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ چې ملګرو ملتونو په تر ټولو تازه بیان کې په نړیوالو غږ کړی چې له دې سازمان سره پوره همکاري وکړي، څو د اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او که مرستې ورسره ونه شي لوی بشري ناورین په پېښېدو دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG