د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ازبکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوی


د ازبکستان خلکو د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې وکارولې.
د ازبکستان خلکو د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې وکارولې.

په ازبکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې بشپړې شوې او داسې ښکاري چې شوکت میرضیایېف به په اسانۍ بریا ترلاسه کړي.

د میرضیایف پر وړاندې څلور داسې سیاستوالان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندان ول چې په ټولنه کې ډېر مشهور نه ول او د حکومت پلویان هم بلل کېدل.

خلکو د منځنۍ اسیا په هغه هېواد کې د اکتوبر پر ۲۴مه د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې وکارولې.

دا په ۱۹۹۱ز کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د ازبکستان له خپلواکۍ راهیسې، په ۳۵ میلیونه نفوس لرونکي هېواد کې د ولسمشرۍ د دور شپږم انتخابات ول.

د ازبکستان د ټاکنو د کمېسیون چارواکو د اکتوبر ۲۴مې پر ماښام اعلان وکړ چې د رایو په شرایطو له برابرو کسانو څخه څه باندې ۸۰ فیصدو یې ووټونه اچولي دي. د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې دا فیصدي څه باندې ۸۷ وه.

میرضیاییف د خپلې ولسمشرۍ پرمهال له نورې نړۍ سره د ازبکستان د سوداګرۍ او روابطو په برخه کې نوی باب پرانیست خو پر ده هم د ازبکستان د مخکینیو واکمنانو په څېر د بشري حقونو د نه رعایت، د سیاسي مخالفانو د سختې ځپنې او ګڼو نورو مسلو په تړاو انتقادونه او تورونه پورې کېږي چې د هغه حکومت یې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG