لومړۍ لوبه به د پېښور له وخت سره سم ماسپښین درې بجې د شارجې په میدان کې د بنګلا دېش او سریلنکا ترمنځ وي.
په دویمه لوبه کې به پاکستان له هند سره په دوبۍ کې بازۍ کوي چې د پېښور له وخت سره سم ماښام اووه بجې پیلېږي.
د اکتوبر پر ۲۳مه په لومړۍ لوبه کې اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماته ورکړه او په دویمه لوبه کې انګلستان له ویسټ انډیز څخه بازۍ وګټله.
د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربتوب د کرکټ د ۲۰ اوریزو سیالیو سږنی نړیوال جام به د نومبر تر ۱۴مې نېټې دوام لري.