د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پولیو وایرس ختمولو نړیواله ورځ لمانځل کېږي


په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې د ګزڼ یا پولیو ناروغي لا هم پکې موجوده ده.
په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې د ګزڼ یا پولیو ناروغي لا هم پکې موجوده ده.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو اېچ او له غړو هېوادونو او شریکانو غواړي چې د د دې وایرس پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

دې ادارې پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د واکسینو او د پولیو ختمولو د نړیوال پروګرام د پیاوړي مشرتابه په هڅو له ۱۹۸۰ز کال راهیسې د پولیو وایرس پېښې ۹۹،۹ فیصده کمې شوې دي.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې د ګزڼ یا پولیو ناروغي لا هم پکې موجوده ده.

د پولیو ختمولو نړیوالې ادارې پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو یو ناروغ موندل شوی او تېر کال ۸۴ ثبت شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG