د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده مهم مشر عبدالحميد المطر په شام کې ووژل شو


د شام په شمال غربي برخه کې دا بريد دوه ورځې وروسته تر هغې شوی چې په جنوب کې پر يوه امريکايي پوسته حمله شوې وه.
د شام په شمال غربي برخه کې دا بريد دوه ورځې وروسته تر هغې شوی چې په جنوب کې پر يوه امريکايي پوسته حمله شوې وه.

د امريکا مرکزي قومندانۍ يو وياند وايي، د اکتوبر پر ۲۲مه په شام کې د القاعده ډلې يو مهم مشر په امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی دی.

د مرکزي قومندانۍ وياند ارمي مېجر جان ريګزبي په يو بيان کې وايي:" د عبدالحميد المطر له وژنې سره به د دې ترهګريزه ډلې د لا نورو نړيوالو بريدونو پلانولو او ترسره کولو صلاحيت ګډوډ شي چې له مخې يې دوی امريکايي وګړي، د دوی متحدان او بې ګنا ولسي وګړي ګواښي."

ريګزبي زياته کړه مرکزي قومندانۍ ته"د بريد په نتيجه کې د ولسي مرګژوبلې په اړه کومې اشارې نه دي په لاس ورغلي."

د شام په شمال غربي برخه کې دا بريد دوه ورځې وروسته تر هغې شوی چې په جنوب کې پر يوه امريکايي پوسته حمله شوې وه. د مرکزي قومندانۍ وياند دا نه دي ويلي چې ګیني دا بريد د انتقامي کاروايۍ په توګه ترسره شوی.

تر دې مخکې امريکا ویلي وو چې د اکتوبر پر ۲۰مه التنف پر پوځي چاوڼۍ حمله شوې وه چې پکې کوم امريکايي عسکر نه و ژوبل شوی.

د امريکايي مرکزي قومندانۍ وياند زياتوي القاعده چې شام د يو خوندي ځای په توګه کاروي اوس هم د امريکا او د دوی متحدانو لپاره ګواښ ده.

د شام ۱۰ کلنه جګړه د ۲۰۱۱ز کال د حکومت ضد مظاهرينو خلاف تر کارواۍ وروسته پیل شوه.

د شامي ولسمشر بشارالاسد وفادارو ځواکونو د شام زياتره برخو کنټرول وروسته له هغو ترلاسه کړی چې د روسيې او ايران پوځي ملاتړ مرسته ورسره وکړه چې د طاقت توازن د اسد رژيم په حق کې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG