بشري حقونو څار ادارې پر طالبانو تور پورې کړی چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې یې زرګونه کورنۍ په زوره بې ځایه کړې دي.
د طالبانو لخوا دا ګام د شییعه هزاره ګانو او همدا رنګه له تېر حکومت سره د تړلو کسانو لپاره د ډله ییزې سزا په توګه اوچت کړل شوی دی.
نیویارک مېشتې ادارې د اکتوبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي، وروسته له هغې چې طالبان په اګست میاشت کې واک ته ورسېدل، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې یې هزاره ګانو ته امر وکړ چې خپل کورونه او کروندې پرېږدي.
همدارنګه په پنځم ولایت کې طالبانو هغه جایدادونه نیولي چې تېر حکومت په ملکي مامورینو ویشلي وو.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، د طالبانو لخوا دا سرغړونې په هلمند، بلخ، دایکنډي، ارزګان او کندهار کې ترسره شوې دي.
یاده اداره وايي، د طالبانو لخوا په زوره د خلکو د بې ځایه کولو تر ټولو لویې پېښې په دایکنډي او ارزګان ولایتونو کې مخې ته راغلي چېرته چې تېره میاشت، له ۱۵ کلو لږ تر لږه ۲۸۰۰ اوسېدونکي ایستل شوي دي.
طالبانو د بشري حقونو د څار ادارې د دغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.