د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان لومړۍ له سکاټلنډ سره مخ کیږي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ نړیوال شل اوورېز جام سیالیو کې د افغانستان لومړۍ د اکتوبر پر ۲۵مه له سکاټلنډ سره ده.

د بي ګروپ سکاټلنډۍ ډلې د اکتوبر پر ۲۱مه د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې د عمان د ۱۲۲ منډو هدف پوره کړ او سیالي یې وګټله.

دې ټیم د خپل ګروپ لومړی ځای واخېست او د نړیوال جام د دولسو غوره ټیمونو ګروپي سیالیو ته ووت.

د افغانستان دوهمه سیالي به د اکتوبر پر ۲۹ مه له پاکستان سره وي.

د کرکټ نړیوال جام په نورو لوبو کې بیا نن د نمېبییا او ایرلینډ او د سريلنکا او هالنډ لوبډلې لوبه کوي.

تر نننیو لوبو وروسته به د ۱۲ غوره لوبډلو سیالۍ پیل شي چې پکې د نړۍ مخکښې لوبډلې له یو بل سره مخامخېږي.

د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربه توب د کرکټ د شل اوریزو سیالیو سږنی نړیوال جام د نوومبر تر ۱۴مې نېټې دوام کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG