د لاسرسي ځای

تازه خبر

''روس تر ۱۰۰ زیات خبریالان بندیان کړي، امریکا دې یې د راخوشې کولو هڅې وکړي''


ولادېسلاف یسپېنکو
ولادېسلاف یسپېنکو

د ازادې اروپا رېډیو زنداني خبریال ولادېسلاو یسپېنکو له امریکايي ولسمشر جو بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي دي چې تر ۱۰۰ زیاتو هغو سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي چې په کرایمییا کې د هغوی د فعالیتونو پر سر د روسیې د استخباراتو وفاقي ادارې (اېف اېس بي) په حراست کې دی.

یسپېنکو چې د ۲۰۲۱ز کال له مارچ راهیسې د روسیې تر اشغال لاندې کرېمیا سیمه کې بندي دی، دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې د اکتوبر پر ۲۱مه په واشنګټن کې د اوکراین په سفارت کې په لومړي ځل په عام محضر کې ولوستل شو.

نوموړي په لیک کې له بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ((واضحه پیغام ورکړي چې امریکا له اوکراین سره ولاړه ده.)) واشنګټن پر روسیې غږ کړی چې په کرایمییا کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

هغه خط د یسپېنکو ښځې کیترینا یسپېنکو خپله امریکا ته وړی دی. نوموړې اوسمهال د امریکا په سفر ده چې هلته له چارواکو سره وګوري او په کرایمییا کې یې له وضعیته خبر کړي.

روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراین ټاپووزمه کرېمیا سیمه له ځان سره وتړله. د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون لسګونه هېوادونو د مسکو دا اقدام وغنده او دریځ لري چې کرایمییا د اوکراین برخه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG