د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: مسکو له تور لېسټه د طالبانو پر ایستلو غور کوي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو د سختدریځه ډلو له لېسټه د طالبانو پر لیرې کولو غور کوي.

نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۲۱مه د والدای بحث کلب په غونډه کې پر داسې مهال کړې چې هغه هېواد د افغانستان له نویو واکمنانو سره تعلقات پراخوي او روانه اوونۍ د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی مسکو ته تللی وو چې هلته د چین، پاکستان او اتو نورو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

مسکو په تېرو کلونو کې څو ځلې د طالب استازو کوربه پاتې شوی دی خو هغوی یې په رسمیت نه دي پېژندلي.

طالبان په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لېسټ کې شامل دي. د مسکو غونډې په پای کې په وروستي بیان کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو ویلي، "له دې سره سره چې نړیوالې ټولنې نوی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له افغانستان سره د عملي رابطو لپاره د دې نوي واقعیت په پام کې نیول اړین دي چې طالبان اوس پر هېواد واکمن دي."

د هغې غونډې یوه موخه دا وه چې په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې ((د بشري ناورین مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې)) پیاوړې کړای شي.

پوتین وویل، افغانستان باید اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او ټولې کنګل شتمنۍ یې باید ازادې شي ځکه چې په هغه جګړه ځپلي هېواد کې ثبات د ټولو ګاونډیو په ګټه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG