د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: دوو پېښو کې یو وسله وال مړ او عسکر ټپي


په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

په شمالي وزیرستان کې په دوو پېښو کې یو وسله وال وژل شوی او یو عسکر ټپي شوی دی.

یوه امنیتي چارواکي بېګا د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر پر ۲۱مه په میرامشا کې د وسله والو په حمله کې یو عسکر ژوبل شو.

د ده په خبره، عسکرو په خیر کلي کې ګزمه کوله چې وسله والو ورباندې برید وکړ.

چارواکي وايي، تر پېښې وروسته پاکستانیو عسکرو په سیمه کې د وسله والو لټون پیل کړ او د عملیاتو پر مهال د احمد الله په نوم یو مشکوک وسله وال ووژل شو.

پر پوځیانو د پرونۍ حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

د اکتوبر پر ۱۷مه وسله والو په سپینوام کې پر پوځیانو حمله کړې وه چې پکې یو سرتېری ژوبل شوی وو.

تر دې مخکې د روانې میاشت پر اوومه په دوسلي کې په رېموټ کنټرول بمي برید کې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپی شوی وو. تحریک طالبان پاکستان د هغو حملو ذمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG