د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتي ټاکنو نېټه اعلان کړه


د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې بلدیاتي انتخابات په دوو مرحلو کې د کولو اعلان کړی دی.

حکومت نن (اکتوبر ۲۱) انتخاباتي کمیشن ته په استول شوي یو لیک کې سپارښتنه کړی ده چې د دسمبر په ۱۵مه نېټه دي د کلیوالو کونسلونو انتخابات وشي او د ۲۰۲۲ز د مارچ پر ۲۵مه نېټه دې د تحصیل کونسلونو انتخابات ترسره شي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د الیکشن کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته ویلي چې د انتخاباتي شیډول اعلانول د حکومت نه الیکشن کمیشن ذمه واري ده او په دغه اړه به پرېکړه د کمیشن مرکزي دفتر کوي.

نوموړي نور وویل تمه ده چې په دغه اړه پرېکړه په دوه درې ورځو کې مخې ته راشي.

حکومت په داسې حال کې د بلدیاتي انتخاباتو ترسره کولو اعلان کړی چې مخالف ګوندونه تور پوری کوي، چې حکومت په قانون کې د ځینو بدلونونو له لارې د بلدیاتي ادارو واک کمول غواړي.

بل خوا حکومت دریځ لري چې بلدیاتي انتخابات د کورونا وبا له کبله د ځنډ ښکار شوي دي.

تېر ځل په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۱۵ز کال کې ترسره شوي وو او د واک موده یې د ۲۰۱۹ کال پای ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG