د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو څار اداره: ملګري ملتونه دې تر ګواښ لاندې افغانانو سره خپلې مرستې ډېرې کړي


د کابل هوايي ډګر. انځور- ارشیف
د کابل هوايي ډګر. انځور- ارشیف

بشري حقونو څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) پر ملګرو ملتونو او حکومتونو غږ کړی دی چې تر ګواښ لاندې افغانانو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د بشري حقونو نیویارک میشته سازمان د اکتوبر پر ۲۱مه په دغه اړه د یوې نوې پالیسۍ په لنډیز کې له ملګرو ملتونو او حکومتونو څخه غوښتي چې د کډوالو په بیا ابادولو تمرکز وکړي او د هغه افغانانو لپاره خوندي او دوامداره لارې چارې ولټوي چې تحفظ ته اړتیا لري.

د اګست له میاشتې راهیسې کله چې طالبانو کابل نیولی دی، ګڼ افغانان چې پکې د بشري حقونو دفاع کوونکي، د ښځو حقونو فعالان، خبریالان، قاضیان او د پخواني حکومت چارواکي، د سخت دریځه ډلې لخوا له ژور خطر سره مخ دي.

د مهاجرینو د حقونو په اړه د سازمان د یوې څانګې مشر بل فریلیک په یوه بیان کې ویلي چې دا کډوال د پناه اخېستو حق ته د احترام لپاره په حکومتونو تکیه کوي.

هیومن رايټس واچ په داسې حال کې دا غږ پورته کړی دی چې امنسټي انټرنیشنل هم ویلي چې هغه افغانان چې د طالبانو د غچ اخېستو له خطر سره مخ دي او له افغانستانه بهر د خوندیتوب په لټه کې دي، په اروپا او د مینځنۍ اسیا په هیوادونو کې له سختو خنډونو سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG