د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ډینګي تبې شپږ کسان وژلي


د ډینګي ناروغانو پخوانی عکس. انځور- ارشیف
د ډینګي ناروغانو پخوانی عکس. انځور- ارشیف

د خيبر پښتونخوا د روغتیا څانګه وايي، روانه میاشت د اکتوبر تر ۲۰مې نېټې ډینګي تبې شپږ تنه وژلي دي.

د دې څانګې د تازه شمېرو ترمخه د اکتوبر تر ۲۰مې نېټې له ۴۵۰۰ زیات کسان په ډینګي تبه اخته شوي دي.

د روغتیا څانګې چارواکي وايي چې د پېښور په ګډون نوښار، بونیر، هري پور، ایبټ اباد او صوابۍ د ډینګي ناروغۍ په اړه حساسې ضلعې ګرځول شوي خو تر ټولو زیات، یعنې ۱۶۰۰ کیسونه په پېښور کې رپورټ شوي دي.

بلخوا د خیبرپښتونخوا د روغتیا څانګه وايي، په ډینګي ناروغۍ اخته کسانو لپاره د صوبې په روغتونونو کې ځانګړي انتظامات شوي او په متاثره سیمو کې د ماشو ختمولو سپرې، له ماشو څخه بچ کېدو لپاره دوایانې او مچر دانۍ هم خلکو ته وړیا ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG