د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې چاودنې څلور امنیتي اهلکار وژلي


باجوړ نقشه
باجوړ نقشه

بېګا ماښام د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د باجوړ ماموندو په تير بانډه ګۍ کې چاودنې څلور امنیتي اهلکار وژلي دي.

د باجوړ پولیسو بېګا رسنیو ته استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کې دوه پولیس واله او دوه د ایف سي ځواک غړي دي.

د بیان ترمخه پېښه هغه وخت وشوه چې په یاده سیمه کې د ګشت پر مهال په امنیتي اهلکارو د سړکغاړی ښخ شوی بم وچاودېده.

د پوليسو ضلعي افسر عبدالصمد خان تیره شپه رسنیو ته وویل چې په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي. د خيبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان د پېښې غندنه کړې او په دې یې ژور خپګان ښودلی دی.

د دې پیښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG