د لاسرسي ځای

تازه خبر

بښنې نړیوال سازمان: افغان وګړو ته له هېواده وتل ګران شو


د تورخم لار
د تورخم لار

بښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنيشنل) وایي، تقریباً ناممکنه ده چې افغانان دې وکولای شي له خپل هېواده ووځي ځکه ګاونډیو هېوادونو پرې پولې تړلي دي.

امنیسټي انټرنیشنل په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پرمخ پولې تړلې او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري.

د امنیسټي انټرنیشنل په وینا دې کار له غیرقانوني لارې د افغانانو وتل ستونزمن کړي دي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د راپور سره سم امنیسټي انټرنیشنل پر دولتونو غږ کړی چې له سختې بیوروکراسۍ پرته دې پرېږدي چې افغانان بهر ته ولاړ شي او هغو ته دې چې تر سخت کړاو تېرېږي، پر بشري اساس ویزې ورکړي.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، یو زیات شمېر افغانان چې ویره لري طالبان به ترې غچ واخلي، تر اوسه نه دي توانېدلي چې له هېواده ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG