د شام سرکاري رسنۍ وايي، په پلازمېنه دمشق کې اکتوبر ۲۰مه په یوه بمي چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی دی.دا په تېرو کالونو کې تر ټولو خونړی برید دی.
تر دې وړاندې سرکاري خبري اژانس ثنا په دغه حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ښودلی وو.
سرکاري خبري اژانس ثنا وایي نن د اکتوبر پر ۲۰مه د سړک غاړې دوه بمي چاودنې وشوې چې کله په یوه بس کې پوځیان پر یوه پله تېرېدل.
د سرکاري ټیلیوېژن تر مخه دغه حمله سهار کې کارونو او سکولونو ته د تللو په مصروفه وخت کې تر سره شوه. په برتانیا کې میشت د شام د بشرۍ حقونو څارونکې ډله وایي په دغه حمله کې ۱۴ تنه وژل شوی دي او کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.
تر اوسه چا د دغه حملې ذمه واري نه ده منلې. له هغه راهیسې چې ولسمشر بشر ال اسد ته وفادارو عسکرو د ښار شاوخوا سیمې له یاغیانو بیرته نیولې دی، دمشق په دې تېرو نېږدو کالونو کې له داسې تاو تریخوالي خوندي وو.
خو په روان کال کې د هغه هېواد په شرقي سیمو کې د اسلامي دولت توندروه ډلې د مشکوکو وسله والو لخوا د پوځیانو په ګاډو ګڼې حملې ترسره شوي دي.