د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د انګور اډې لار تړلو پرضد لاریون


مظاهره چیان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره د انګور اډې پر دروازه د ولس پر پياده تګ راتګ بندیز لګولی چې له کبله يې دوی له سختو ستونزو سره مخ شوي. انځور- ارشیف
مظاهره چیان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره د انګور اډې پر دروازه د ولس پر پياده تګ راتګ بندیز لګولی چې له کبله يې دوی له سختو ستونزو سره مخ شوي. انځور- ارشیف

د جنوبي وزیرستان انګور اډې سیمې اوسېدونکو د ولس پرمخ د لارې بندېدو پرضد احتجاج کړی دی.

د اکتوبر پر ۱۹مه د احتجاج پر مهال دوی وويل چې د پاکستان حکومت له تیرو ۱۴ ورځو راهيسې له افغانستان سره د انګور اډې پر دروازه د ولس پر پياده تګ راتګ بندېز لګولی چې له کبله يې دوی له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

پر دې مهال يو احتجاج کوونکي محمد رسول مشال راډيو ته وويل: " ۱۴ ورځې شوې چې دغه دروازه [انګور اډه] بنده ده. [د پاکستان] حکومت اول موږ ته وويل چې دغه لاره به پينځه ورځې بندېږي خو لاهم نه ده خلاصه. دلته پر بارډر (پوله) چې کوم خلک اوسېږي، هغه نيم د پاکستان په خاوره کې دي او نيم د افغانستان په خاوره کې دي. په منځ کې پينځه ميله مزل په تګ راتک کې لګېږي. خلکو ته انتهايي تکليف دی."


د احتجاجیانو وينا وه، که د انګور اډې لار د ولس د تګ راتګ لپاره د اکتوبر تر ۲۲مې نېټې خلاصه نه شوه نو دوی به يو لوی احتجاج پيلوي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان ډپټي کميشنر خالد اقبال د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت دا ګام د کورونا وبا د مخنيوي لپاره پورته کړی دی او چې حالات سم شي نو بېرته به د پياده تګ راتګ لپاره دغه لاره خلاصه کړي.

XS
SM
MD
LG