د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس، چين او پاکستان له افغانستان سره مرستو ته چمتو والی ښوولی


د کابل هوايي ډګر یو انځور
د کابل هوايي ډګر یو انځور

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې روس، چين او پاکستان له افغانستان سره مرستو ته چمتو والی ښوولی خو زياتوي چې دا په دې مانا نه ده چې دوی د طالبانو حکومت په رسميت پېژني.

وزارت زياتوي چې د يادو هېوادونو استازو د اکتوبر ۱۹مه په ماسکو کې د افغانستان په اړه د غونډې پرمهال "د شريکو امنيتي ګواښونو په اړه بحث وکړ او افغانستان ته يې د عاجلو بشري او اقتصادي مرستو ورکولو په لړ کې ګډه دلچسپي څرګنده کړه."

تمه ده چې اکتوبر ۲۰مه (نن) د ماسکو په غونډه کې په دې اړه نورې خبرې وشي.

په دې غونډه کې به تر ۱۰ ډېر هېوادونو استازي ګډون وکړي خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وار له مخه اعلان کړی چې په دې غونډه کې به يې استازي ګډون نه کوي.

د افغانستان په اړه د ماسکو په نننۍ (اکتوبر ۲۰مه) غونډه کې د طالبانو پلاوی هم ګډون کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د غونډې تر پيل مخکې مشال راډيو ته ويلي و چې دوی به له نړيوالو سره د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو، د سيمې هېوادونو ته د را ولاړو شويو اندېښنو د رفع کولو او تجارت په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG