د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه څه باندې ۱۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لېږدوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ملګري ملتونه د ازبکستان له لارې افغانستان ته سل ټنه بشري مرسته لېږدوي.

په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د اعلامیې پر بنسټ په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان سره د سلو ټنو څخه ډېره بشري مرسته د ازبکستان د ترمز ښار هوايي ډګر ته چې د دغه هېواد او افغانستان ګډې پولې ته نېږدې دى، رسولې ده.

په اعلاميه کې ویل شوي: "په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوژستیکي مرکزونو ته ورسول شي او بيا به له ازبکستانه د بلخ ولايت مرکز مزار شریف ته ولېږدول شي."

ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و، درې الوتکې چې افغانستان ته بشري مرستې رسوي، ازبکستان ته به الوتنه وکړي چې له دې خبرې وروسته لومړنۍ الوتکه چې ۳۲ ټنه مرسته پکې وه، د اکټوبر په ۱۵مه د ترمز هوايي ډکر ته ورسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG