د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کوټې چت له لوېدو پینځه تنه وژل شوي


ارشیف؛ د جلال‌اباد ښار یوه څنډه
ارشیف؛ د جلال‌اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار په سپین غره ولسوالۍ کې د یوه کور کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې پینځه تنه وژل شوي دي.

د سیمې یوه قومي مشر سیال خان نن دوشنبې مشال رېډیو ته وویل چې پېښه بېګا شپه د سپین غره ولسوالۍ په ګردي سیمه کې د یوې کوټې د چت د راپرېوتو له امله رامنځته شوې چې په‌کې د یوې کورنۍ پینځه غړي چې دوې مېرمنې او درې ماشومان پکې شامل دي، وژل شوي دي.

نوموړی وایي، پېښه د کوټې د زاړه چت له امله رامنځته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG