د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان چارواکو او طالبانو د تجارت په اړه خبرې وکړي


د ازبکستان او افغانستان ترمنځ‌ " دوستۍ پل"
د ازبکستان او افغانستان ترمنځ‌ " دوستۍ پل"

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان د طالبانو له استازو سره په ملاقات کې یې د تجارت، پولې امنیت او بشري مرستو په اړه ورسره خبرې کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۶مه د طالبانو د حکومت مرستیال وزیراعظم عبدالسلام حنفي په مشرۍ وفد د ازبکستان ترمذ ښارګوټي ته د خبرو لپاره ورغلی وو. په دې غونډه کې د ازبکستان د پلاوي مشري مرستیال وزیراعظم سردار عمرزاقوف کوله.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دواړو خواوو له تجارت او اقتصاد سره په تړلو معاملو، د پولې امنیت باوري کولو، د انررژۍ په برخه کې پر همکارۍ، د سامانونو ټرانسپورټ او ټرانیزیټ په اړه خبرې کړي دي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې د غونډې په ایجنډا کې د ترمذ او پیښور ترمنځ د اورګاړي پټلۍ چې له مزارشریف او کابله به تېریږي، د جوړولو په اړه خبرې هم شاملې وې.

دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو په واک د قبضې وروسته دا ډله د خپل حکومت په ډیپلومېټکي توګه د منلو او له بشري ناورینه د بچ کېدو لپاره د مرستو ترلاسه کولو هڅې کوي. تېره میاشت د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایېف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي ول چې هېواد یې افغانستان ته د تیلو او بجلۍ رسد بحال کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG