د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه له ایران سره پر جوهري تړون خبرې کوي


د اتحادیې استازي اینریک مورا، د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د یوې دقیقې (کره)  نیټې د غوښتنې سره په تهران کې و
د اتحادیې استازي اینریک مورا، د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د یوې دقیقې (کره)  نیټې د غوښتنې سره په تهران کې و

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر جوزیف بوریل ویلي، د ایران سره د جوهري لوظنامې د بیا ژوندي کولو لپاره په برسلز کې خبرو ته چمتو دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې پر دې موضوع (د کار کولو لپاره) وخت په وتو دی. بوریل دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۵مه، په داسې حال کې کړي چې د اتحادیې استازي اینریک مورا، د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د یوې دقیقې (کره) نیټې د غوښتنې سره په تهران کې و.

د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر مینځ د ۲۰۱۵م کال د جوهري لوظنامې له مخې، د جوهري پروګرام د راکمولو په بدل کې له ایرانه ځني نړیوال بندیزونه لرې کړل شوي وو. دا تړون وروسته له هغې مات شو، کله چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ م کې له دې څخه په یو اړخیزه توګه د وتلو اعلان وکړ.

د لوظنامې د عملي کولو لپاره د تیرو شپږو میاشتو راهیسې په ویانا کې د مینځګړو هیوادونو لکه بریتانیې، چین، فرانسې، جرمني او روسیې هلې ځلې روانې وې، خو په ایران کې د جون په میاشت کې د سخت دریځه ابراهیم رئیسي د ولسمشر منتخب کیدو نه وروسته، دغه هلې ځلې یو وارې بیا ځنډیدلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG