د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د امن او حقونو لپاره د مموزیو پرلت دوام لري


پېښور: د اورکزیو د مموزیو سیمې اوسېدونکو پرلت: ۲۰۲۱، ۱۴م اکتوبر
پېښور: د اورکزیو د مموزیو سیمې اوسېدونکو پرلت: ۲۰۲۱، ۱۴م اکتوبر

په پېښور کې د اورکزیو د مموزیو سیمې اوسېدونکو احتجاجي پرلت نن پر څلورمه ورځ هم روان دی خو وايي لا یې هم سرکار غږ نه دی اورېدلی.

احتجاجیان چې د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته ناست دي له حکومته غواړي چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي، په ناامنیو او پوځي عملیاتو کې دې خلکو ته د هغوی د ړنګو او زیانمنو کورونو تاوان ورکړي او د سیمې خلکو ته دې د روغتیا او تعلیم په ګډون نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مموزیو قومي اتحاد په نوم د ټولنې مشر بلال الدین پرون مشال راډیو ته وویل، له حکومته د ژمنې پر ځای عملي اقدام غواړي.

نوموړي اسلام اباد ته د خپل پرلت غځولو دړکه کړې: ((بنیادي اسانیتاوې لکه سکولونه اوهسپتالونه نه شته نو ښکاره ده چې بې تعلیمه به لویېږي. دې ستانه شویو خلکو لپاره حکومت هېڅ یوه نوې تعلیمي اداره نه راوړه چې د دوی بچیان زده کړې پکې وکړي. یوازې درې پخواني سکولونه یې فعال کړي دي. خو د مموزو په سیمه کې نه سړکان جوړ شول، نه د اوبو رسايي راوستل شوه، نه یې خپل حق راکړ. نو څنګه مطمین شو. له تېرو لسو کلونو راهیسې د مموزو ولس بې کوره ژوند تېروي.))

امنیتي ځواکونو شاوخوا یوه لسیزه مخکې په مموزیو کې د وسله والو ضد عملیات کړي ول او په ۲۰۱۸ز کال کې کډوال خپلو کورونو ته ستانه شول. د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د اسمبلی غړی غازي غزن جمال د اکتوبر پر ۱۲مه پرلت ته ورغلی وو. نوموړي هلته په وینا کې د ولس د غوښتنو منلو وعده وکړه او زیاته یې کړه چې په مموزیو کې د ړنګو کورونو سروې روانه ده او هېڅوک به له مرستو نه پاتې کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، په ټولو قبایلي ضلعو کې یې د بیارغونې او پرمختیايي چارو پروژو ته دوام ورکړی دی او پوځ د امنیت ټینګښت لپاره وخت په وخت عملیات هم کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG