د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې مفتي محمود کانفرنس کوي.
د ګوند ویاند عبدالجلیل جان د اکتوبر پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د دوی د ګوند تر سیوري لاندې کېدونکې جلسې ته د اپوزېشن ګوندونو تحریک ( پي ډي ایم) مشران هم وربلل شوي دي.
پاکستان جمهوري تحریک هم د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت خلاف د خپلو هلوځلو تېزېدو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې د اکتوبر پر ۱۶مه به په فیصل اباد او د اکتوبر پر ۳۱مه په ډېره غازي خان کې جسله کوي.
پي ډي ایم د روانې میاشتې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې غونډه کوي چې پکې به د حکومت خلاف خپله تګلاره ټاکي.
په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونه پر حکومت تور لګوي چې په درغلیو یې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات ګټلي ول خو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې انتخابات شفاف وو او اپوزېشن ګوندونه د خپلو ناکامیو د پټولو په غرض رایوځای شوي دي.
یاده دې وي چې د اپوزېشن ګوندونو اتحاد پي ډي ایم نه پيپلز پارټۍ او عوامي نیشنل ګوند وتلي دي.