د لاسرسي ځای

تازه خبر

خدايي خدمتګار تحریک بیا فعال


د خدايي خدمتګار تحریک عهدېداران د لوړې مراسمو کې: ۲۰۲۱، ۱۱م اکتوبر
د خدايي خدمتګار تحریک عهدېداران د لوړې مراسمو کې: ۲۰۲۱، ۱۱م اکتوبر

د خدايي خدمتګار تحریک د بیا فعالولو له اعلان سره سم د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په باچاخان مرکز پېښور کې د دې سازمان د نويو چارواکو (عهده دارانو) لپاره د لوړې دستوره وشوه.

پر دې مهال د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وویل چې د دې ګام مقصد د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک راژوندی کول او په هر کلي کې د خدای د رضا لپاره د پښتنو خدمت کول دي.

د خدايي خدمتګارانو مشر سالار ډاکټر شمس الحق په دغه مهال مشال رېډيو ته وویل چې په عامو حالاتو کې په هېواد کې دننه او د هېواد نه بهر د ولس د خدمت ترڅنګ دوی په بیړنيو حالاتو کې د ولس د خدمت لپاره د پښتونخوا په هره ضلع کې د روغتیايي سهولتونو او د اېمبولېنس سروس ورکولو پلان هم جوړ کړی دی.

د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اېمل ولي خان، مرکزي جنرل سېکرېټري میا افتخار حسین، د کلتور سېکرېټري خادم حسین او نور ګوندي مخور د خدايي خدمتګار تحریک د عهدېدارانو د لوړې مراسمو کې
د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اېمل ولي خان، مرکزي جنرل سېکرېټري میا افتخار حسین، د کلتور سېکرېټري خادم حسین او نور ګوندي مخور د خدايي خدمتګار تحریک د عهدېدارانو د لوړې مراسمو کې

خدايي خدمتګار تحریک ښځو ته هم استازیتوب ورکړی دی. د یوه پخواني خدايي خدمتګار لور شاهده وحید خان چې په دې نوي تنظیم کې شامله ده مشال رېډيو ته وویل چې د تحریک په بیا پیلولو ډېره خوشحاله ده او له خپلو ملګرو سره به د خدمتګارۍ د مشن پوره کولو هڅه کوي.

په دې دستوره کې دا هم وویل شو چې په بهرنیو هېوادونو کې د خدايي خدمتګار تحریک تنظیمونو ته امر شوی چې د افغانستان وروستیو حالاتو ته په کتو دې له افغانستانه بهر تلوونکیو کډوالو سره هر ډول مرسته او خدمت وکړي.

خدایي خدمتګار تحریک

د خدایي خدمتګار تحریک بنسټ د ۱۹۲۹ز کال کې په نومبر میاشت کې خان عبدالغفارخان چې په باچا خان پېژندل کېدو اېښی وو، دا یو غیر سیاسي او د پښتنو ترمینځ د وروګلوي تنظیم باله.

د باچا خان د دې تحریک موخه د پښتنو ترمینځ تربګنۍ، دښمنۍ او نورو ټولنیزو ناخوالو ختمولو لپاره عملي او مثالي کار کول وو. په دې تنظیم کې د نارینه وو ترڅنګ ښځو هم ونډه لرله او زیات ټینګار یې د زده کړو په کولو وو.

د دې تحريک موخه په خپه خاوره او نور جهان کې د ټولو وګړو چوپړ او خدمت وو. دغه غورځنګ ته به یې د سرخپوشانو غورځنګ هم وایه ځکه چې دوی به سرې جامې اغوستې اوسرې جنډې به یې لرلې.

د غورځنګ لویه موخه د پښتنو ترمینځ درزونه او بې اتفاقي ختمول وو. د باچا خان په اند پښتون یو ولس او یو ټبر دی.

هغه مهال د یوې اندازې له مخې ویل کیږي چې د خدايي خدمتګار تحریک د غړو شمېر تر سل زرو تنو هم زیات وو چې ښځو او نارینه وو یې غړیتوب درلود. دغه غورځنګ د عدم تشدد پر فلسفه ولاړ وو. د عدم تشد د دفلسفې لارویان له جنک جګړو کرکه لري او د سوله ایزې لارې پر مبارزې ټینګار کوي.

خدایي خدمتګار تحریک د پښتون په نامه یوه مجله هم درلودله چې د خدایی خدمتګارو د تحریک مرامونه او غوښتنې به پکې خپرېدلې .دې تحريک له ۱۹۳۰نه نيولې تر ۱۹۴۷ پورې د واکمنو انګرېزانو پرضد ډېره منظمه مبارزه وکړه او غونډې او مظاهرې به یې کولې .

دا هغه وخت وو چې انګریزانو د هند پر نیمه وچه (بر صغیر) باندې حکومت کاوه.

XS
SM
MD
LG