د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: کابل کې د هندوانو ځورونکي کسان مو نیولي


په کابل کې د هندوانو او سیکانو درمسال. انځور- ارشیف
په کابل کې د هندوانو او سیکانو درمسال. انځور- ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، هغه کسان یې نیولي دي چې په کابل کې یې هندوان ځورولي ول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر نهمه پر ټویټر ولیکل چې دا کسان یې له نیولو وروسته عدلیې چارواکو ته معرفي کړي دي.

خو نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې دا څو کسان دي او د کومې پېښې په تړاو نیول شوي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې غړې انارکلۍ هنریار مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان د کابل په پروان مېنه کې یوې ګردوارې ته ننوتي، د ساتونکو خولې یې تړلې وې او د هغوی تلاشي یې کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG