د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ګورنر د درو وزیرانو استعفا ومنله


د بلوچستان اسمبلۍ انځور
د بلوچستان اسمبلۍ انځور

د بلوچستان ګورنر سید ظهور احمد اغا د اکتوبر پر اتمه د هغو درو صوبايي وزیرانو استعفا منظوره کړې ده چې د وزیراعلا پرضد یې د احتحاج په توګه وړاندې کړې وې.

په مستعفي شویو کې د خزانې وزیر ظهور بلېدي، د خوراک وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ او د خیرښېګړې وزیر اسد بلوڅ شامل دي.

خو ګورنر د دوو نورو مشیرانو او څلورو پارلیماني سیکریټریانو استعفي ګانې لا نه دي منلې او وايي چې د دې واک له وزیراعلا سره دی.

په بلوچستان کې ځیني حکومتي غړي او حکومت مخالف ګوندونه غوښتنه کوي چې وزیراعلا جام کمال دې استعفا وکړي. دوی وايي، وزیراعلا جام کمال په ترقیاتي پروژو کې د دوی سیمو ته پاملرنه نه کوي.

خو وزیراعلا دا تورونه ردوي او وايي چې د اسمبلۍ اکثریت له ده سره ولاړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG