د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېنډي شرمېن: له پاکستانيو چارواکو سره مو "ژورې او نېغې" خبرې وکړې


د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيالې وزيرې وېنډي شرمېن. انځور- ارشیف
د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيالې وزيرې وېنډي شرمېن. انځور- ارشیف

د امريکا بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وېنډي شرمېن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باوجوه، د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي او له نورو چارواکو سره په مختلفو مسلو خبرې کړي.

شرمېن د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې "د مخکې تګ" او دا چې طالبان څنګه ښکیل وساتل شي، په دې لړ کې یې له پاکستانيو چارواکو سره"ژورې او نېغې" خبرې کړي.

نوموړې وویل، له طالبانو سره په تماس کې د یووالي پیدا کولو لپاره، امریکا د روسیې او چین په ګډون له بېلا بېلو هېوادونو سره په پراخه کچه مشورې کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، وېنډي شرمېن د پاکستان له سرکاري تلویزون سره په خبرو کې وويل چې پاکستان ته د هغې د سفر بنيادي موخه، د افغانستان پر وروستيو حالاتو تمرکز او د پاکستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزو اړيکو ته بيا کتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سېپټېمبر پر ۱۳مه د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټي ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې یو شمېر ګټې لري چې ځینې په کې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي.

ياده دې وي طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه په افغانستان کې د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.

وېنډي شرمېن تر پاکستان مخکې په ازبکستان او هند کې له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو او د سیمې پر امنیت خبرې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې د اکتوبر پر اوومه په هند کې د بهرنیو چارو له وزیر اېس جې شنکر سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وویل، طالبان باید په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او دا باوري کړي چې هېواد یې د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله په داسې وخت کې پاکستان او هند ته سفر کوي چې څه موده وړاندې هند چې په افغانستان کې د امریکا یو تر ټولو نږدې هیواد و، نړۍ دې ته هڅولې وه چې د افغانستان په کړکیچن وضعیت کې دې د پاکستان نقش ته جدي پام وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG