د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان حالات له نېږدې څارو: بلېنکن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سېپټېمبر پر ۱۴مه د دویمې ورځې لپاره د سېنېټ د بهرنیو اړیکو کمېټۍ پروړاندې سختو پوښتنو ته مخامخ شو.​

د سېنېټ د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز چې د ډموکرات ګوند غړی دی وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه لویه تېروتنه وه.

هغه د ولسمشر جو بایډن ادارې ته خپله غوښتنه کېښوده: "د بایډن له ادارې غواړم چې پر افغانستان متمرکز پاتې شي. ډېره مهمه ده، چې نړۍ هر وخت د طالبانو سرغړونو ته په کتو ممکنه اقدام وکړي."

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز

د سېنېټرانو له انتقادونو سره- سره د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي او امریکا په افغانستان کې خپل حضور پای ته ورسوي.

بلېنکن د سېپټېمبر پر ۱۴مه یو وار بیا د افغانستان د وضعیت په اړه د پوښتنو د ځواب ویلو لپاره کانګرس ته حاضر شوی و، تېره میاشت له افغانستانه د امریکايي وګړو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو پروسې دفاع وکړه.

یوه سېنېټر جېمز ریچ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناڅاپه وتلو پر موضوع انتقاد وکړ او دا یې یوه 'ناوړه ماتې' وبلله.

خو د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د سېپټېمبر پر ۱۳مه چې د استازو جرګې ته حاضر شوی و، د ولسمشر بایډن د ادارې پرېکړې دفاع وکړه.

امریکايي سناتور جېمز ریچ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتل 'ناوړه ماتې' وبلله.
امریکايي سناتور جېمز ریچ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتل 'ناوړه ماتې' وبلله.

هغه د سېپټېمبر پر ۱۴مه د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، واشنګټن او متحدان یې د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري: "طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده، اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په څېر د ترهګري ډلو مخه به نیسي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغې د متحدانو امن ته ګواښ نه پېښېږي. له دوی سره به حساب کتاب کوو. په دې معنی چې یوازې به د دوی پر خبرو اکتفا نه کوو. تهدیدات ارزوو او د اړتیا په صورت کې به د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پیاوړي کولو اقدام کوو. هغه څه چې له پوځي ځواک پرته یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ترسره کوو."

د سېپټېمبر پر ۱۴مه له دې سره هم مهاله د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وویل چې دوی نه پرېږدي د افغانستان له خاورې پر کوم بل هېواد حمله وشي.

ځینو امریکايي سېنېټرانو پر پاکستان هم انتقاد وکړ چې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته یې کلونه- کلونه په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه.

امریکا تېره میاشت وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه، له افغانستانه د خپلو وګړو او افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د اګسټ میاشتې پر ۳۱مه بشپړ شو.

که څه هم د امریکا د سېنېټ د بهرنیو اړیکو کمیټه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتلو په اړه انتقادونه وشول، خو بیا هم ځینو سېنېټرانو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د دوو اوونیو په موده کې د خلکو د انتقال بهیر وستایه او یوه لویه هڅه یې وبلله.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG