د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي چارواکي په قطر کې له طالب مشرانو سره غږېږي


قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

امریکایي چارواکي او طالبان به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو د سخت دریځې ډلې تر واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر اتمه وویل، امریکایي پلاوی به د اکتوبر پر نهمه او ۱۰مه، د طالبانو له جګپوړیو چاراکو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې وویني.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشیټیدپریس خبري اژانس ته وویل، په دې خبرو کې به همداراز د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د سولې د تړون بیاکتنه هم وشي.

یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي ځکه چې د خبرو اجازه نه لري، اسوشیټیدپریس ته وویل، په دې خبرو کې به د امریکا استازي هڅه وکړي طالب مشران پر هغو ژمنو عمل ته وهڅوي چې د سولې په موافقه کې یې کړې وې.

په دوحه کې له تېرو څو کلونو راهیسې امریکایي چارواکو او طالبانو د سولې خبرې مخته وړي چې بیا یې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسلېک کړ.

یوه امریکایي ویاند وویل: "موږ به پر طالبانو فشار راوړو چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او یوه ټولشموله حکومت چې له پراخ ملاتړه برخمن وي، جوړ کړي. په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي وضعیت او احتمالي بشري بحران سره مخامخ دی، موږ به پر طالبانو فشار راوړو چې بشري مرسته کوونکو ادارو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې هغو سیمو ته ازادانه ورشي چې د مرستو ته اړتیا لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا غونډه په دې مانا نه ده چې واشنګټن طالبان په رسمیت پیژني. یوه امریکایي چارواکي وویل، دا غونډه د طالبانو په رسمیت پېژندلو یا دوی ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه ده.

هغه وویل: "موږ ښکاره څرګنده کړې ده چې طالبان د خپلو اعمالو له لارې مشروعیت ترلاسه کولای شي. دوی باید د خپلو کارونو یوه دوامداره سابقه رامنځته کړي."

د چارواکو په وینا، په امریکايي پلاوي کې چې نن او سبا له طالبانو سره خبرې کوي، د بهرنیو چارو د وزارت استازي، د یو اېس اېډ استازي او د امریکا د استخباراتي ادارو استازي شامل دي.

رویټرز اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا خبر ورکړ چې په دې پلاوي کې زلمی خلیلزاد شامل نه دی چې له څو کلونو راهیسې یې له طالبانو سره د سولې خبرې مخته وړي.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د دوی یو جګ پوړی پلاوی د اکتوبر پر اتمه ناوخته له کابله دوحې ته روان شو.

تمه ده چې امریکایي پلاوی به پر طالبانو دا فشار هم راولي چې هغو امریکایانو او یو شمېر نورو کسانو ته چې له افغانستانه وځي خوندي چاپیریال مساعد کړي او برمته شوی امریکایي مارک فریریچس خوشې کړي.

مارک فریریچس د ۲۰۲۰ز کال په جنوري کې په افغانستان کې تری تم شو، هغه وخت داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دا امریکایي انجنیر حقاني شبکې برمته کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG